د روغتيا نړيوال سازمان د سوريې له زلزله‌ځپلو سره د مرستې ژمنه کړې

ترکيه او سوريه کې زلزله‌ځپلي په خېمو کې اوسي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهونم ګبریسوس په حلب کې د زلزله‌ځپلو خلکو سره په لیدنه کې ژمنه کړې چې لا زیاتې مرستې به ورسره وکړي.

ښاغلي ګبریسوس سوریې ته ۳۷ متریک ټنه درمل وړي خو ټینګار یې کړی چې، راتلونکو ورځو کې به د بېړنیو روغتیايي خدمتونو اړتیاوې زیاتې شي ځکه د پاکو اوبو سرچینې ورانې شوي.

نوموړي ويلي: "موږ باید بیړني خدمات وړاندې کړو خصوصاً هغو ته چې زیانمن شوي. همدارنګه به بیړنۍ مرستې هم دوام ولري. اوس مو له ځانه سره ۳۷ متریک ټنه مرسته راوړې او همدومره نوره به سبا رارسیږي."

ملګرو ملتونو د سوریې له زلزله‌ځپلو سره د ۲۵ میلیونو ډالرو مرسته اعلان کړې.

په همدې اندازه مرسته یې له ترکیې سره هم کړې ده.

په ترکیه او سوریه کې د فبروري په شپږمه تېره دوشنبه زوروره زلزله وشوه چې لسګونه زره کسانو ته یې مرګ‌ژوبله واړوله او لکونه کورونه او ودانۍ یې ړنګې کړې.