الکوزی: د افغانستان او روسيې ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې

خان جان الکوزی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي، د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده.

هغه وویل خوراکي مواد، غوړي او ساختماني مواد له روسیې واردوو.

الکوزي وویل روسیې له افغانانو سره د سوداګرۍ شرایط نرم کړي.

نوموړي ويلي: "په ۲۰۲۲ کال کې زموږ تجارت له روسیې سره زیات شو. په ۲۰۲۱ کال کې ټول کال ۶۶ میلیونه ډالرو په ارزښت وو خو په ۲۰۲۲ کال یوازې نهو میاشتو کې له اویا میلیونو ډالرو څخه زیات موږ واردات کړي او که دا درې نورې میاشتې هم ورسره یوځای شي له سلو میلیونو ډالرو په ارزښت موږ له روسیې سره تجارت د وارداتو لرو."

هغه زیاته کړه، چې افغانستان تېر کال ۴ میلیون ډالره صادرات روسیې ته کړي چې ټول یې د ممیزو عایدات وو.