پاکستان په يو شمېر اروپايي هېوادونو کې افغانانو ته د ويزو په ورکولو بنديز لګولی

د پاکستان بيرغ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې افغان اتباعو ته د ویزو په ورکولو بندیز لګولی دی.

د دغه وزارت د مکتوب یوه کاپي ازادي راډیو ترلاسه کړې ده.

مکتوب په برېتانیا، هسپانیا، ایټالیا، جرمني، پرتګال، یونان، اتریش، فرانسې، ناروې، ایرلند او هالند کې د پاکستان سفارتونو او قنسولګریو ته لېږل شوی او ورته ویل شوي چې، تر بل امر پورې دې افغان اتباعو ته د هر ډول ویزې له صادرولو ډډه وکړي.

د راپورونو له‌مخې ګڼ هغه افغانان چې په اروپايي او لوېدیځو هېوادونو کې یې پناه اخیستې د ځينو محدودیتونو په اساس راساً افغانستان ته نه‌شي تللی.

ځینو دغو افغانانو په تېرو کلونو کې خپلې کورنۍ پاکستان ته ورغوښتې یا د ځمکې له لارې له پاکستانه افغانستان ته تلل.