په کابل کې د ایران سفارت وايي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ویلي، په اقتصادي، تجارتي، فرهنګي او ډیپلوماټیکو برخو کې باید د ایران او افغانستان اړیکې پراخې شي.
د ایران سفارت نن په خپل رسمي ټویټر کې د ایران د اسلامي انقلاب د ۴۴مې کلیزې په مناسبت کابل کې د جوړو شویو مراسمو عکسونه هم خپاره کړي دي.
د ایران په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د کابل او تهران ترمنځ ډیپلوماټیک تګ راتګ روان دی.