د ایران ولسمشر له چین سره د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په هدف پیکنګ ته ځي

د ایران ولسمشر ابراهیم ریسي

تمه کېږي د ایران ولسمشر ابراهیم ریسي له چین سره د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په هدف په درې ورځني سفر پیکنګ ته لاړ شي.

د ایران د دولتي اژانس ایرنا د راپور له مخې ریسي د چین د ولسمشر شي جین پنګ په رسمي بلنه نن ناوخته چین ته ځي.

د دواړو هېوادونو ولسمشرانو د لومړي وار لپاره د تېر کال په سپټمبر میاشت کې په ازبکستان کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غونډې پر مهال سره کتلي وو.

ریسي په هغه کتنه کې د تهران او پیکنګ ترمنځ د اړیو د پراختیا غوښتنه کړې وه.