د شمالي وزیرستان په میرلي کې ځانمرګي برید ۳ کسان وژلي او ۲۲ ژوبل دي

ارشیف، پاکستاني پولیس

د شمالي وزیرستان په میرلي کې ځانمرګي برید لږ تر لږه درې کسان وژلي او ۲۲ نور یې ژوبل کړي.

پوځي چارواکو د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې برید د شنبې په ورځ ناوخته په کجورۍ امنیتي پوستې باندې د ماړي پټرولیم کمپنۍ پر کاروان وشو چې د امنیتي ځواکونو په بدرګه روان وو.

کجورۍ امنیتي پوسته شمالي وزیرستان ته د ننوتلو دروازه هم ګڼل کېږي.

چارواکو دا هم ویلي چې ځانمرګي بریدګر خپل زرنج موټرسایکل د امنیتي ځواکونو له ګاډو سره جنګولی.

دوی وايي، په ژوبلو کې ۱۵ کسان د ماړي پټرولیم کمپنۍ کارکوونکي او اووه نور د اېف سي ځواک سرتېري دي.

په درېیو وژلو شویو کسانو کې د اېف سي او ماړي پټرولیم کمپنۍ غړي دي.

تر دې مهاله کومې وسله والې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

په شمالي وزیرستان کې په روان ۲۰۲۳ کال کې دا لومړی ځانمرګی برید دی، خو په ۲۰۲۲ کال کې هلته نهه ځانمرګي بریدونه شوي وو.