د پاکستان په پنجاب کې قهرجنو خلکو یو بندي وژلی

ارشیف

د پاکستان په پنجاب ایالت کې نن قهرجنو خلکو د پولیسو پر یوه سټېشن برید وکړ او په کفر ویلو یو تورن بندي یې وواژه.

صدراعظم شهباز شریف له پېښې وروسته په دې اړه د تحقیقاتو امر وکړ.

پولیس وايي چې دا پېښه نن په نان کنه نومې سیمه کې وشوه.

د پولیسو په وینا بریدکوونکي د پولیسو سټېش ته ننوتل او قرآنکریم ته په سپکاوي تورن سړی یې په وهلو وهلو وواژه.