امینه محمد د افغانستان د سفر جزییات له امریکايي چارواکو سره شریکوي

امینه محمد د طالبانو د رییس الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي سره د لیدنې پرمهال

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله امینه محمد افغانستان ته د خپل سفر جزییات له امریکايي چارواکو سره شریکوي.

د دې سازمان ویاند سټېفن دوجاریک پرون رسنیو ته وویل، امینه محمد به واشنګټن کې له لوړ پوړو امریکايي چارواکو او ډیپلوماټو سره وویني او د افغانستان ته د خپل سفر د جزییاتو په ګډون به په بېلابېلو مسایلو ورسره خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو مرستیالې کابل او کندهار ته له سفر وروسته، په افغانستان کې د نجونو او ښځو په وضعیت ژوره اندېښنه ښودلې وه او هر څه ژر یې زده‌کړو او کار ته د افغان نجونو او ښځو په ستنېدو ټینګار کړی و.