نن په جلال اباد کې د کورنیو تولیداتو نندارتون پای ته رسېږي

ارشیف

د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې نن د 'عالیست افغانیست' په نوم د کورنیو تولیداتو د نندارتون درېیمه او وروستۍ ورځ ده.

دا نندارتون د جلال اباد په امپراتور هوټل کې د پنجشنبې په ورځ پرانیستل شوی.

په دې نندارتون کې سوداګرو او صنعتکارانو په یوسل او اویا غرفو کې خپل تولیدات او محصولات نندارې ته ایښي دي.

وچه او تازه میوه، سبزیجات، حبوبات، ماشین الات، قالینې، تعمیراتي مواد او نور بېلابیل خوراکي او غیرخوراکي مواد په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي دي.