د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د ریلګاډي کرښه بېرته پرانیستل شوه

ارشیف: د ازبکستان - افغانستان د ریلګاډي کرښه

د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د ریلګاډي کرښه له لس ورځو بندېدو وروسته پرانیستل شوه.

د طالبانو د اوسپنې پټلۍ د ادارې چارواکو خبر ورکړ چې پنځوس ډبې تجارتي مالونه پرون د حیرتان بندر له لارې په ریلګاډي کې افغانستان ته وارد شول.

د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د سلواغې په ۱۲مه په خبرپاڼه کې ویلي و چې افغانستان ونه توانېده چې په خپل وخت د دې کرښې تخنیکي څارنه وکړي، نو دوی مجبوره شول چې انتقالات بند کړي.

د طالبانو د اوسپنۍ پټلۍ یو پلاوي په وروستیو کې په ازبکستان کې د هغه هېواد د اوسپنۍ پټلۍ له چارواکو سره دا موافقه وکړه چې دا لار بېرته پرانیستل شي.