په تهران کې ښځو ته د حجاب مراعاتولو امر شوی

د ایران د ګشت ارشاد پولیس

ایراني چارواکو په پلازمېنه تهران کې تجارتي اتحادیو ته یو لیک استولی دی چې په دوکانونو او د سوداګرۍ په مرکزونو کې باید نجونې او مېرمنې حجاب مراعات کړي.

د دې لیک له مخې چې یوه کاپي یې د ازادي راډیو فردا څانګې ترلاسه کړې ده، دا حکم په تهران کې د حجاب او عفت په نوم د قانون پر بنسټ شوی دی.

د حجاب او عفت د قانون په اساس تر نهو کلونو مشرانې نجونې او ټولې مېرمنې باید حجاب مراعات کړي.

د پروسږ کال په سپټمبر کې د پولیسو په توقیف کې د دوه ویشت کلنې مهسا امیني تر وژلو وروسته په ایران کې پراخې مظاهرې وشوې چې په دې اعتراضونو کې مېرمنو ډېره برخه واخیسته.

دا مظاهرې د ایران د اسلامي انقلاب له پيله تر اوسه د ایران اسلامي نظام ته تر ټولو ستر ګواښ و.