د خیبرپښتونخوا د پولیسو مشر له دندې لرې شو

معظم جاه انصاري نږدې دوه اونۍ وروسته تر دې له دندې ګوښه شو چې د پېښور په پولیس لاین جومات کې د جنوري په دېرشمه چاودنې تر سلو ډېر کسان ووژل.

د پاکستان حکومت د خیبرپښتونخوا د پولیسو د مشر معظم جاه انصاري په ځای اختر حیات د پولیسو د مشر په توګه ټاکلی دی.

معظم جاه انصاري نږدې دوه اونۍ وروسته تر دې له دندې ګوښه شو چې د پېښور په پولیس لاین جومات کې د جنوري په دېرشمه چاودنې تر سلو ډېر کسان ووژل.

د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی، خو تحریک طالبان پاکستان ډلې ویلي دي چې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو به خپل بریدونه زیات کړي.

معظم جاه انصاري اتلس میاشتې په خیبرپښتونخوا کې د پولیسو مشر و.

له دندې څخه د ده د لرې کېدو په اړه تر اوسه په مشخص ډول چارواکو څه نه دي ویلي.