د ترکیې په زلزله کې د افغان کډوالو د مړینې شمېره زیاته شوې

په ترکیه کې د زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو انځور

په ترکیې کې د افغانستان سفارت د وروستۍ زلزلې له امله د افغان کډوالو د قربانیانو د شمېرو زیاتېدو ته اندېښنه څرګنده کړه.

تر اوسه افغان سفارت د زلزلې له امله د ۱۵۰ افغانانو مړینه تاییدوي.

په انقره کې د افغانستان د سفارت قونسل پسرلي حکیمي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د دوی پلاوي زلزله ځپلیو سیمو ته تللي چې د نورو افغانانو برخلیک معلوم شي.

په ترکیې او سوریې کې تر تېرې شپې پورې د دوشنبې د ورځې د زلزلې د تلفاتو شمېر تر درویشت زرو واوښت.