د پولنډ او اوکراين ولسمشرانو د سيمې پر وضعيت خبرې کړي

د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي

د پولنډ او اوکراین ولسمشرانو اندژې دودا او ولودمیر زلنسکي د پولنډ په جنوب ختیځ ژیشوف کې پرون د کتنې پر مهال د سیمې پر وضعیت خبرې وکړې.

د پولنډ د ولسمشر دفتر نن جمعه په ټویټر کې لیکلي، چې د اوکراین ولسمشر خپل پولنډي سیال ته په بروکسل او نورو اروپايي پلازمېنو کې د خپلو وروستیو ډيپلوماتیکو فعالیتونو راپور وړاندې کړ.

په ټوېټ کې راغلي، دواړه مشرانو د سیمې پر وضعیت هم په خپلو خبرو کې تمرکز وکړ.

د پولنډ د ولسمشر دفتر زیاتوي، دواړه ولسمشرانو د جګړې په لومړۍ کرښه کې پر اوسني وضعیت هم خبرې وکړې او د پوځي ملاتړ لپاره یې د ګډو اقداماتو پر اړتیا ټینګار وکړ.

پر اوکراین د روسیې د یرغل کال په پوره کېدو دی.