د پاکستان حکومت: کابل ته د سفير د بېرته استولو پرېکړه لا نه‌ده شوې

د پاکستان بيرغ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د افغانستان لپاره د دوی سفیر عبید الرحمن نظاماني لا هم په پاکستان کې دی او افغانستان ته نه‌دی تللی.

د دغه وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پرون پنج شنبه یوه کنفرانس ته د پوښتنې په ځواب کې وویل، په دې اړه چې د دوی سفیر به کله افغانستان ته ستنيږي پرېکړه نه‌ده شوې.

بلوچ زیاته کړه، دوی لا هم هغه وضعیت ارزوي، چې کابل ته د دوی د سفیر د ستنېدو لپاره مهم دی.

د ډسمبر میاشتې په لومړیو کې کابل کې د پاکستان پر سفیر ناکامه حمله وشوه، چې یو ساتونکی یې ټپي شو، تر هغه وروسته سفیر پاکستان ته لاړ.

د هغې حملې مسوولیت داعش ډلې منلی و.

په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې د سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو په ګډون څو هېوادونو د سفارتونو د تړل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.