ترکيه او سوريه کې د زلزلې له امله د مړو شمېر تر ۲۱زره واوښت

ترکيه کې د زلزلې یو انځور

په ترکیه او سوریه کې د مرګونې زلزلې د وژل شویو کسانو شمېر له ۲۱ زرو تنو اوښتی دی.

د ترکیې د پېښو او بېړنیو حالاتو سره د مبارزې ادارې نن اعلان کړی چې د دې اوونۍ د دوشنبې ورځې د مرګونې زلزلې له امله په دغه هېواد کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۸۳۴۲ ته پورته شوی.

د دې ادارې د اعلان له مخې ۷۴۲۴۲ کسان ټپيان دي.

څه باندې ۷۵ زره نور کسان د ترکیې له جَنوبي سیمو چې زلزلې ځپل ایستل شوي.

څه باندې یو لک او شل زره ژغورونکي کسان د ژغورنې او مرستو عملیات مخته وړي.

لسګونه زره کسان په سوریه کې هم ټپيان شوي دي.

د سوریې زلزله ځپلې سیمې اکثر د بشارلاسد د رژيم د مخالفو ډلو تر کنټرول لاندې دي او پرون د ملګرو ملتونو د بشري مرستو لومړنۍ جوپه ور ورسېده.