د جوزجان او بلخ ترمنځ په یوه ترافیکي پېښه کې ۴ تنه مړه او ۳ ژوبل شوي دي

د جوزجان او بلخ ترمنځ په یوه ترافیکي پېښه کې ۴ تنه مړه او ۳ ژوبل شوي دي

د طالبانو د حکومت د جوزجان ولایت د فیض اباد ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي کفایت الله متوکل باختر اژانس ته وویل چې دا پېښه پرون (پنجشنبه) په فیض اباد ولسوالي کې د یوه سراچه او یوه باري موټر ترمنځ د ټکر په نتیجه کې وشوه.

په افغانستان کې په نسبي ډول ترافیکي پېښې ډېرې کېږي او د اکثرو پېښو علت د چلوونکو بې احتیاطي او د لارو خرابوالی ښوول کېږي.