د طالبانو حکومت: يوه اوونۍ کې ۹زره افغان کډوال له ايران بېرته راستانه شوي دي

له ايران راستانه شوي افغانان، ارشيف

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د شنبې له ورځې تر پرونۍ پنجشنبې پورې شاوخوا ۹ زره افغان کډوال له ایران څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت د مالوماتو پر اساس، دا کډوال یا پخپله خوښه او یا هم د ایران له لوري په زوره افغانستان ته را ایستل شوي دي.

د دغه وزارت د مالوماتو له‌مخې په یاده موده کې له ایران څخه تر ټولو ډېر کډوال نیمروز ولایت ته راګرځېدلي چې شمېر یې ۵ زره ۵۷۹ تنو ته رسیږي.

تېره اوونۍ په نیمروز کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو ریاست ویلي وو، چې په یوه اوونۍ کې د ورېښم پل له لارې دغه ولایت ته له ایران څخه ۷ زره افغانان بېرته راغلي دي.