د داعش د بريدونو د خبرداري په اړه طالبانو د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

د داعش وسله‌والې ډلې بیرغ

ملګروملتو په یوه راپور کې ویلي چې، داعش سختدریځې ډلې په افغانستان کې پر یو شمېر سفارتونو د برید خبرداری ورکړی دی.

د ملګروملتو د راپور له‌مخې، په کابل کې د هند، چین او ایران سفارتونه ګواښل شوي دي.

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، دا ډول ګواښونه بې اساسه اوازې دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "زموږ امنیتي ځواکونه هیچا ته اجازه نه ورکوي چې چا ته تهدید جوړ کړي او یا د هغوی ژوند ته خطر پېښ کړي، دا اوازې مطلقاً بې اساسه او دروغ دي."

ملګروملتو د طالبانو په قول ویلي چې د سعودي عربستان سفارت ډیپلوماتان د امنیتي ګواښونو له کبله د پاکستان اسلام اباد ته لېږل شوي دي.

د ملګروملتو د راپور جزییات وروسته په تفصیل وړاندې کېږي.