طالب چارواکي وايي، سختې واورې سبب شوي چې د غور- دایکندي او بامیان لارې بندې شي.
د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویاند حمیدالله مصباح پرون (پنجشنبې) رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې، په بامیان ولایت کې د یکاولنګ، ورس، حاجي ګک او شاتوت کوتلونه او د بامیان – دایکنډي ترمنځ د قوناق کوتل د درنې واورې د ورېدو له کبله بند شوي دي.
د ده په وینا، په غور کې بایان کوتل او دغه راز د بکک کوتل هم د موټرو د تګ راتګ پر مخ بند دي.
د چهارشنبې له ورځې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې واورې ووري.
په ځینو ځایونو کې له واورې سره تېز باد یا توپان هم ملګری دی.