سره صليب د افغانستان د بشري مرستو لپاره د بوديجې زياتولو خبر ورکړی

د مرستو يو انځور - ارشيف

د سره صلیب او سره میاشت ټولنې د نړیوال فدراسیون د اسیا – پسفیک مشر الکساندر ماتیو په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د بوديجې د زیاتولو خبر ورکړ.

د طالبانو د باندنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلي ماتیو پرون (پنجشنبه) د طالبانو د حکومت له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې وویل، چې دوی د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د افغانستان لپاره خپله بوديجه زیاته کړې ده.

په خبرپاڼه کې دې ته اشاره نه‌ده شوې چې بوديجه یې څومره زیاته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه وايي، سږ کال د هغو افغانانو شمېر، چې بشري مرستو ته اړتیا لري، ۲۸.۳ میلیونو ته رسېدلی دی.