د اروپا د خبريالانو فدراسيون د خبريال مرتضی بهبودي د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

ارشیف

د اروپا د خبریالانو فدراسیون د افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضي بهبودي د خلاصون غوښتنه وکړه.

دغه فدارسیون پرون (پنجشنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، بهبودي د جنورۍ له اوومې نېټې راهیسې په افغانستان کې بندي دی.

د خبریالانو دې ملاتړي ادارې زیاته کړې چې د خبریالانو نیول د معلوماتو پر رسولو او د بیان پر ازادۍ برید دی.

تر دې وړاندې د بې پولې خبریالانو ټولنې او څو فرانسوي رسنیو د مرتضي بهبودي د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.