اوچا: سږ کال به د افغانستان بې‌برخو سيمو ته د مرسته کوونکو مؤسسو پام واړوو

ارشيف

د ملګروملتو د بشري مرستو همغږوونکې اداره اوچا وايي، مرستندویې مؤسسې به سږ کال د افغانستان هغو سیمو ته ډېر پام واړوي چې په تېرو کلونو کې ورته لږ پام شوی دی.

اوچا پرون (پنجشنبې) پر خپله ټویټرپاڼه کښلي، مرستندویې مؤسسې په منظم ډول دا ډول سیمو ته جنسي او مالي مرستې رسوي.

د ملګروملتو دې ادارې په وروستیو کې ویلي و، چې په ۲۰۲۳ کې به ۱۷ میلیونه افغانان له شدیدې لوږې سره مخامخ شي.

د اوچا په وینا، د سږ کال په لومړیو میاشتو کې به په افغانستان کې اقتصادي وضعیت لا خراب وي.

د طالبانو له لوري په ناحکومتي مؤسسو کې د ښځو پر کار د بندیز له کبله په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو چارې تر ډېره ټکنۍ شوې دي.