په سوریه کې او ترکیه کې د زلزلې له کبله د مړو شمېر له ۱۶ زرو تنو واوښت

د مړینو وروستۍ شمېرې نه دي ځکه د راپورونو له مخې تراوسه ډېر خلک د نړېدلو ودانیو تر خاورو خښتو لاندې دي.

په سوریه کې او ترکیه کې د دوشنبې د ورځې مرګونې زلزلې د مړینو شمیر له شپاړس زره تنو واوښت.

لسګونه زره نور کسان ټپيان شوي هم دي.

سړې هوا د ژغورنې عملیات ټکني کړي دی.

د مړینو وروستۍ شمېرې نه دي ځکه د راپورونو له مخې تراوسه ډېر خلک د نړېدلو ودانیو تر خاورو خښتو لاندې دي.

د تېرې دوشنبې د ورځې زلزلې چې قدرت یې د ریښتر په کچه ۷،۸ ثبت شوی، په ترکیه او سوریه کې په سلګونو ودانۍ بشپړې ویجاړې کړې دي.

د نړۍ بېلابېلو هېوادونو خپل سلګونه ژغورونکي او متخصصان له زلزله ځپلو ترکانو سره د مرستې لپاره ورلېږلي.