په فاریاب ولایت کې د طالبانو د حکومت محلي چارواکي وایي، د پرون غرمې په چاودنه کې دوه تنه ټپيان شوي دي.
فاریاب کې د طالبانو د والي د دفتر مشر مولوي امیر محمد حقاني تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د امام ابو حنیفه جامع جومات مخې ته شوې.
حقاني زیاته کړه، چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای په ځای شوي وو.
تر اوسه کومې ډلې د دغې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.
څه باندې دوه میاشتې وړاندې د بل شمالي ولایت سمنګان په یوه مدرسه کې چاودنې لسګونه تنه ووژل او ټپیان کړل.