نیکلاسن د افغانستان په اړه له ترکي چارواکو سره لیده کاته کړي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن د ترکیې په استانبول او انقرې ښارونو کې د افغانستان په اړه له ترکیې چارواکو سره لیده کاته کړي دي.

هغه پرون چهارشنبه پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، د ترکیې د ولسمشر له لوړپوړي سلاکار النور چوک او د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د اسیا څانګې له مشر اوګو ژان ارطغرول سره یې کتلي.

هغه زیاته کړې ده چې له دغو ترکي چارواکو سره یې د یوه سوله ییز افغانستان په تړاو د دوی د ګډو هېلو په تړاو خبرې کړي، داسې افغانستان چې د ده په باور بشري حقونه په کې تامین وي او نورو هېوادونو ته ګواښ نه وي.

نیکلاسن په ترکیه کې له یوشمېر افغان مېرمنو، انقره کې د افغانستان له سفیر امیر محمد رامین او یو شمېر نورو کسانو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي.