روسیې پر لسګونه امریکایي چارواکو بندیزونه ولګول

د روسیې ملي بیرغ

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پر لسګونه امریکایي چارواکو نوي بندیزونه ولګول.

د بندیزونو په دغه لېست کې د ۷۷ امریکایانو نومونه راغلي چې د ایالتونو والیان او د کورنۍ غړي او دغه راز د یو شمېر سناتورانو له هغې ډلې مچ مک کانل او جک شومر د اولادونو نومونه شامل دي.

دا بندیزونه یوه اونۍ وروسته تر دې وضع شول چې امریکا پر ۲۲ روسیي اتباعو بندیزونه ولګول.

امریکا پر هغو روسي اتباعو بندیزونه لګولي چې د دوی په خبره د روسیې د پوځي صنعت په کاروبارونو کې ښکېل دي.