جو بايډن: له ننګونو سره امريکا کې ډيموکراسي پياوړې شوې

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن

د امریکا د متحده‌ایالتونو ولسمشر جو بایډن وایي، متحده ایالات په نړۍ کې له ډېرو جدي چلنجونو سره مخ دی خو په تېرو دوو کلونو کې ډیموکراسي پیاوړې شوې او دیکتاتوري ډېره کمزورې شوې ده.

بایډن دغه څرګندونې تېره شپه د کانګرس له لارې ملت ته په وینا کې وکړې.

هغه په دې وینا کې د بهرني سیاست په برخه کې د ستونزو او بریاو یادونه وکړه او ډېر تمرکز یې د چین پر کمونیست ګوند او د روسیې پر ولسمشر ولادمیر پوتن و، چې لحن یې هم خوشبینانه او هم مخالفتي بڼه درلوده.

بایډن ملت ته پخوانۍ وینا ته په اشاره چې د تېرې فبرورۍ میاشتي په ۲۴مه پر اوکراین د روسیې له یرغل څو ورځې وروسته یې کړې وه، د پوتین یرغل یې د امریکا لپاره یو ازمون بللی و چې د ده په خبره ویې ښوده دا هېواد به له ډیموکراسۍ څخه دفاع وکړي.

هغه وویل، دا ډول دفاع زموږ لپاره مهمه ځکه ده چې، هغه سوله ډاډمنوي او نه پرېږدي چې احتمالي یرغلګر په خلاص لاس زموږ امنیت او سوکالي وګواښي.

یو شمېر جمهوریپال اوکراین ته د پوځي مرستو په اړه یو څه بدبین و خو هغه تود ملاتړ ته په پام چې په تالار کې د استازیو جرګې د مشر کیوین مککارټي په ګډون جمهوري غوښتونکو د بایډن له څرګندونو وکړ، وضعیت داسې نه و.

جوبایډن په دې وینا کې د افغانستان یادونه ونه کړه چې جمهوري غوښتونکو یې د افغانستان په اړه د ادارې پر پالیسۍ انتقاد کړی او له دې هېواده وتل یې ناسم بللي دي.

ولسمشر بایډن د پخواني جمهوریپال ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې موافقې له مخې چې په ۲۰۲۰ کال کې یې په دوحه کې له طالبانو سره لاسلیک کړې وه، له افغانستانه ټول ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې تر پایه وایستل او پر دې هېواد طالبان بېرته واکمن شول.