ملګري ملتونه: افغانستان کې د مرستندويه بنسټونو فعاليت د ښځينه کارکوونکو له کار سره تړلی

يوه ښځينه روغتيايي کارکوونکې، ارشيف

ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې د مدني ټولنې ۹۳سلنه سازمانونو او بنسټونو ویلي چې، که ونه‌شي کولای چې ښځینه کارکونکې وګماري نو به دې ته اړ شي چې خپل فعالیتونه کم یا یې بشپړ ودروي.

ملګروملتونو نن په یوه ټویټ کې ویلي، د بشري مرستو ښځینه کارکونکې د ژوند ژغورنې د مرستو په رسولو کې خورا مهمې دي.

دغه وروستی جنسیتي خبرداری د ملګروملتونو د ښځو څانګې ورکړی دی.

تر دې مخکې د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د تېرې دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د دې سازمان په عمومي غونډه کې وویل، په افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي او اوس‌مهال افغان نجونې او ښځې په خپل وطن کې د تبعید شویو په څېر ژوند لري.