په زلزله‌ځپلیو سیمو کې د سوریې د کډوالو په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي

سوريه کې د زلزلې يو انځور

د سوریې د شمال لوېدیځو سیمو یوه برخه، چې د دوشنبې د ورځې مرګونې زلزلې ځپلې ده، د دغه هېواد د حکومت د مخالفانو په لاس کې ده او هلته ملیونونه سوري کډوال دېره دي چې د سوریې له نورو سیمو ورغلي دي.

ملګروملتو پرون (سې شنبې) اعلان وکړ چې دغو سیمو ته د مرستو رسولو لپاره یې هڅې زیاتې کړي خو په عین حال کې یې خبرداری ورکړ چې د بودجې د کموالي له کبله له زلزله‌ځپلیو کډوالو سره اوسنۍ بشري مرستې کافي نه‌دي.

پر دې سربېره څه باندې درې نیم میلیونه سوري کډوال په ترکیه کې اوسي چې د هغو نیمايي د ترکیې د جنوب په زلزله ځپلیو سیمو کې مېشت دي.