ترکيه او سوريه کې د زلزلې له امله د قربانيانو شمېر تر ۸زره واوښت

ترکيه کې د زلزلې له امله د نړېدلو ودانيو انځور چې له ډرون اخيستل شوی دی.

په ترکیه او سوریه کې د وروستۍ ویجاړوونکې زلزلې له کبله د مړینو شمېر تر ۸زره او سل تنو واوښت.

د (ډي پي اې) خبري اژانس د راپور له‌مخې، د ترکیې مرستیال ولسمشر فواد اونکې نن (چهارشنبه) وویل چې، په دغه هېواد کې ۵ زره ۸۹۴ تنه مړه شوي دي.

د ده په وینا په ترکیه کې ۳۴ زره تنه نور ټپیان شوي دي.

پر دې سربېره ۵ زره ۷۷۵ ودانۍ نړېدلي دي.

د ترکیې په ګاونډي هېواد سوریې کې بیا ۲ زره ۲۷۰ تنه مړه شوي دي.

په همدې منځ کې د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي چې ممکن د ترکیې او سوریې د مرګونې زلزلې د مړینو شمېر تر ۲۰ زرو ورسیږي.