فرانسه؛ تقاعد پروګرامونو کې د اصلاحاتو په غبرګون کې اعتراضونه پيل شوي

فرانسه کې د خلکو اعتراضونه

په زرګونو کسانو یو وار بیا د فرانسې په بېلابېلو ښارونو کې د تقاعد په پروګرامونو کې د اصلاحاتو په اړه اعتراض وکړ.

د ولسمشر ایمانویل مکرون منځلاری حکومت په پام کې لري، چې په تدریجي ډول د تقاعد عمر له ۶۲ څخه ۶۴ ته لوړ کړي.

پرون سې‌شنبه په زرګونو کسانو په بوردو، رن، مونپلیه او تولوز کې ډله ییز لاریون وکړ.

ویل شوي، چې اعتراض کوونکو د فرانسې عامه ټرانسپورټ، د ښوونځیو درسي بهیر او نور کارونه ټکني کړي وو.

د فرانسې د کارګرانو ټولنې (CGT) ویلي، یوازې په پلازمېنه پاریس کې پنځه لکه کسانو په دغو اعتراضونو کې ګډون کړی و.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون تېره دوشنبه په خپلو خبرو کې د تقاعد په پروګرام کې اصلاحات مهم وبلل.

د فرانسې صدراعظمې الیزابیت بورن ټینګار وکړ، چې ۶۴ کلنۍ د تقاعد د عمر پر لوړولو نور مذاکره نه شي کېدای.