سوماليا کې د يوې نښتې پر مهال ۲۰ کسان وژل شوي

د سوماليا پوليس

ملګري ملتونه وايي، د سومالیا د امنیتي ځواکونو او د سومالیلنډ د خپلسري جمهوریت د قبیلوي وسله‌والو ترمنځ شخړو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو پرون سې‌شنبه دا شمېرې اعلان کړې او د دغو شخړو په اړه یې د بې پرې څېړنو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې مشر ولکر تُرک په یوه اعلامیه کې ویلي: د ۲۰ کسانو د وژل کېدو تر څنګ په دغو شخړو کې د ماشومانو په ګډون ۱۱۹ کسان ټپیان شوي هم دي.

سوماليلنډ په ۱۹۹۱م کال کې له سومالیا جلا شو، خو تر اوسه پورې په نړیواله سطحه په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی.