د پاکستان په کراچۍ کې د افغان بندیانو د حقونو مدافع منیزه کاکړ وايي، دغه بندیان دې د هغو کسانو په خبرو نه خطا وځي، چې پر محکمو ګرځي او ځانونه د افغانانو قومي مشران معرفي کوي.
منیزې کاکړ ازادۍ راډیو ته وویل، د دغو بندیانو د کورنیو ځینې غړي د ټلیفون له لارې تېر ایستل شوي او په یوه یا بل نامه پیسې ورڅخه اخیستل شوي دي.
نوموړې وويل: "دوی ته خبر ورکوو، چې وکالت یې په وړیا ډول ترسره کېږي. دغو افغان بندیانو ته اړتیا نهشته چې چا ته د فیس یا بل نامه پیسې ورکړي."
باختر اژانس چې د طالبانو لهخوا اداره کېږي د سېشنبې په ورځ د سند ایالت له یوه زندانه د ۴۰ نورو افغان بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.
د پاکستان د سند ایالت بیا په ځانګړي ډول کراچۍ کې د بندي افغانانو شمېر تر زرو اوړي.