د افغانستان په کورنیو کرېکټ سیالیو کې د میدان وردګ لوبغاړي فیصل خان غبرګه سلیزه ووهله.
ښاغلي خان نن(د فبرورۍ ۷مه) د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د هلمند لوبډلې پر وړاندې ۲۰۴ ناسوځېدلې منډې وکړې.
نوموړي ۱۶۴ توپونه لوبولي، ۲۵ څلوریزې او ۵ شپږیزې یې وهلي دي.
دغه یو ورځنۍ سیالۍ چې د ۳۱ دویمه درجه ولایتونو ترمنځ روانې دي، رسمي حیثیت نهلري؛ خو د افغانستان کورني کرېکټ د کړنلارې لهمخې راتلونکو سترو رسمي کورنیو سیالیو ته د رسېدو لپاره هر ځوان لوبغاړی باید په دې کچه سیالیو کې ښې لوبې ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د افغانستان اوسني ملي لوبغاړي عثمان غني او د لوګر ولایتي لوبغاړي صابر حنیف هم په دویمه درجه ولایتي سیالیو کې غبرګې سلیزې وهلې وې.