د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه بحث کوي

ارشیف: د اسلامي همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو انځور

د اسلامي همکاریو د سازمان یا او ای سي عمومي منشي حسین ابراهیم طه وايي چې په افغانستان کې روان بدلونونه د فلسطین په څېر د دې سازمان د اجراییه کمېټې د فوق العاده جلسې مهمه برخه ده.

ښاغلي طه دا څرګندونې د اسلامي همکاریو د جګپوړو چارواکو د ۴۹مې غونډې په درشل کې پرون د دې سازمان مقدماتې غونډې ته د وینا پرمهال وکړې.

په پام کې ده چې د بهرنیو چارو د وزیرانو ۴۹مه غونډه د راروانې مارچ میاشتې په ۱۶مه او ۱۷مه جوړه شي.

طه بېګا په یوه بیان کې وویل چې په پرونۍ غونډه کې د افغانستان لپاره د دې سازمان د استازي طارق علي بخیت له لارې د طالبانو له چارواکو سره د تعامل د اړتیا په ګډون یو لړ سپارښتنې وشوې.

د اسلامي همکاریو سازمان د مرغومي په ۲۱مه له یوې بېړنۍ غونډې وروسته په یوه بیان کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د نجونو تعلیم او د ښځو کار ته اجازه ورکړي.

د اسلامي همکاریو سازمان وویل چې د پوهنتون په ګډون تعلیم ته د نجونو لاسرسی د بشر اساسي حق دی او باید محدود نه شي.