ګڼو رسنیزو ادارو له طالبانو د 'مرتضی بهبودي' د خوشې کولو غوښتنه کړې

ارشیف

د بې سرحده خبریالانو ټولنې یا ار ایس ایف او د فرانسې ۱۴ رسنیو او تولیدي شرکتونو د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې افغان الاصله فرانسوی خبریال مرتضی بهبودي له بنده خوشې کړي.

دې ټولنې دا غوښتنه پرون په یوه بیان کې وکړه.

ار ایس ایف وايي، بهبودي نږدې یوه میاشت مخکې په کابل کې نیول شوی او بندي شوی دی.

د خبریالانو دا مدافع ټولنه وايي چې بهبودي دوه ورځې وروسته له دې چې د سفر په نیت افغانستان ته ولاړ، د جنوري په ۷مه د طالبانو له خوا ونیول شو.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته یو شمېر خبریالان ونیول چې ځینې یې وروسته خوشې کړل. تراوسه د طالبانو له خوا د نیول شویو خبریالانو دقیق شمېر نه دی معلوم.