سپینه ماڼۍ: د راغورځول شوي بالون ټوټې چین ته نه سپارل کېږي

متحدوایالتونو دا بالون د فبروري په ۴مه د جټ الوتکې په ډزو راوغورځاوه.

سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا په فضا کې د راغورځول شوي چینايي بالون ټوټې یې د څېړنو لپاره راټولې کړي او پلان نه لري چې دا ټوټې بېرته چین ته وسپاري.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي پرون د فبروري په ۶مه وویل، د دې بالون چې امریکايي چارواکو له لوړې فاصلې د جاسوسۍ پرمختللې وسیله بللې، ځینې برخې د سمندر پر سر راپرېوتې وې چې موندلې شوي، خو هغه زیاته کړه چې د سختې هوا له کبله د سمندر په تل کې د دې بالون د نورې برخو د موندلو لپاره کشفي عملیات ممکن نه وو.

متحدوایالتونو دا بالون د فبروري په ۴مه د جټ الوتکې په ډزو راوغورځاوه.

چینايي چارواکي وايي، دا بالون د هوا د حالاتو د څېړنې لپاره هوايي وسیله وه.