اسرائيلي ځواکونو د کډوالو په يوه کمپ کې ۵ فلسطيني وسله‌وال وژلي

اسرائيلي ځواکونه

اسرائیلي ځواکونو د لوېدیځې غاړې د کډوالو په یوه کمپ کې پنځه فلسطیني وسله‌وال وژلي دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د اسرائیل د امنیتي چارواکو په حواله ویلي چې دغه برید نن دوشنبه (د سلواغې په ۱۷مه) شوی دی.

اسرائیلي چارواکو ویلي، برید د هغو مشکوکو کسانو د نیولو پر مهال شوی پر اسرائیلو وروستۍ ناکامه حمله کې په لاس لرلو تورن دي.

اسرائیل د وژل شویو دوه تنه د حماس ډلې غړي یاد کړي دي.

د فلسطین روغتیایي چارواکو برید کې یوازې د دریو تنو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.

دا برید داسې مهال کېږي چې په اسرائیل کې د نوي حکومت د واک لومړنۍ څو اوونۍ له شخړو سره ملې وې.