يونان کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې څلور پناه غوښتونکي مړه شوي

د یونان ساحلي ساتونکي وايي، چې د درېیو ماشومانو په ګډون څلور پناه غوښتونکي وروسته له هغې مړه شول چې کښتۍ یې پرون د اژه سمندرګي په جنوب شرق کې له لیروس ټاپو دباندې ډوبه شوه.

چارواکو ویلي، چې ماشومانو په روغتون کې تر بستر کېدو وروسته ساه ورکړه.

د یونان یوه چارواکي ویلي، چې دغه کښتۍ له ترکیې روانه شوې وه.

د دغو پناه غوښتونکو هویت نه‌دی مشخص شوی.

د هسپانیا او ایټالیا تر څنګ یونان له منځني ختیځ، افریقا او اسیا څخه اروپا ته د داخلېدو لپاره د پناه غوښتونکو عمده لار ده.