والسټریټ ژورنال: روسيه او ايران د بې‌پيلوټه الوتکو د توليد پلانونه پر مخ وړي

د ايران يوه بې‌پيلوټه الوتکه

روسیه او ایران غواړي هغه پلانونه مخته یوسي چې له‌مخې به یې په روسیه کې د ایران ساخت د شاوخوا شپږ زره هغو بې‌پیلوټه الوتکو تولید پیلیږي چې مسکو په اوس وخت کې ورڅخه د اوکراین په جګړه کې کار اخلي.

دا خبر پرون یکشنبې امریکایي والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکا د متحدو ایالتونو د یوه متحد چې نوم یې نه‌دی اخیستل شوی، د چارواکو له قوله ورکړی دی.

دغو چارواکو ویلي چې مسکو او تهران هڅه کوي چې یوه چټکه بې‌پیلوټه الوتکه تولید کړي چې په ښه توګه د اوکراین د هوايي مدافعې ځواک چلنج کړي.

واشنګټن تېره میاشت خبرداری ورکړ چې مسکو او تهران په روسیه کې د بې‌پیلوټه الوتکو د جوړولو د یوې فابریکې پر جوړولو غور کوي.