د روغتيا سازمان: هر افغان ماشوم بايد د پوليو ضد واکسين شي

ارشيف

د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO وایي، له پولیو څخه د یوه خلاص افغانستان لپاره اړینه ده چې کوچني ماشومان د پولیو ضد واکسین په هر کمپاین کې واکسین شي.

WHO پرون په یوه ټویټ کې ویلي، پولیو یوه ناعلاجه ناروغي ده خو یوازې هغه مهال یې مخه نیول کېدای شي چې ټول له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان په هر کمپاین کې د پولیو پر ضد واکسن شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا په دې کار سره یوازې خپل ماشومان نه ساتئ بلکې د ټولو لپاره یوه سالمه او خوندي ټولنه هم رامنځته کوئ.

د پولیو ضد د واکسین په هغه کمپاین کې چې په تېره جنوري میاشت کې د افغانستان په شاوخوا پنځلسو ولایتونو کې ترسره شو، له پنځو کلونو کم‌عمره ۵،۳ ملیونه ماشومان په نښه شوي و.

په افغانستان کې چې تېر۲۰۲۲ کال د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې، سږ کال تر اوسه د پولیو هیڅ یوه پېښه نه‌ده ثبت شوې.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا تېر کال پاکستان کې د پولیو۲۰ او موزمبیق کې اته مثبتې پېښې ثبت شوې وې.