د امریکا د جیولوژیکي سروې اداره وايي، د ریښتر په مقیاس اووه اعشاریه اته درجې زلزلې نن سهار د ترکیې جنوب ختیځه برخه ولړزوله.
دغې زلزلې د ترکیې تر څنګ په ګاونډي هېواد سوریه کې هم ځینې ودانۍ نړولې دي.
دغې زلزلې په ترکیه کې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه کړي، خو وېره کېږي چې د مرګ ژوبلې شمېر به تر دې خورا زیات وي، ځکه ګڼې ودانۍ نړېدلې دي.
د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې په ویناو د زلزلې مرکز د ځمکې په تل کې څه کم ۱۸ کیلومتره ژور و.
د ترکیې د عثمانیه والي وايي، لږ تر لږه ۵ کسان په دې ځای کې مړه شوي دي.
رویټرز اژانس راپور ورکړی، چې د ترکیې په دیاربکر ولایت کې ۷ ودانۍ نړېدلي او خلک ترې لاندې راګیر پاتې دي.
په ګاونډي هېواد سوریه کې بیا چارواکو ویلي، چې هلته هم ځینې ودانۍ نړېدلي او بېره کېږي چې خلکو ته به مرګ ژوبله اوښتې وي.