د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د يوې اتلس کلنې نجلۍ جسد موندل شوی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کندهار ولايت موقعيت

تېره شپه د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په یوه مانده کې د یوې اتلس کلنې نجلۍ جسد موندل شوی چې په مرموز ډول وژل شوې ده.

په کندهار کې د طالبانو د والي ویاند حاجي زید رسنیو ته ویلي، د وژل شوې نجلۍ جسد د سپین بولدک روغتون ته انتقال شوی خو لا یې هم خپل خپلوان نه‌دي موندل شوي.

تر اوسه د دې پېښې څرنګوالی نه‌دی معلوم.

د والي ویاند دغه راز زیاتوي، تېره ورځ ناوخته د دې ولسوالۍ د ملا ولي ویالې په سیمه کي د دوو کسانو ترمنځ د ځمکې پر سر په خپل منځي شخړه کې یو کس ویشتل شوی او وژل شوی دی.