د پاکستان پخوانی پوځي مشر پروېز مشرف د يوې اوږدې ناروغۍ وروسته ومړ

د پاکستان پخوانی پوځي مشر، پروېز مشرف

د پاکستان پخوانی پوځي مشر، پروېز مشرف په دوبۍ کې له اوږدې ناروغۍ وروسته د ۷۹ کلونو په عمر مړ شو.

د پاکستان پوځ نن یکشنبه په یوه اعلامیه کې د مشرف مړینه خواشینوونکې بللې او په دې اړه یې خواخوږي ښوولې ده.

مشرف په ۱۹۹۹م کال کې د یوې سپینې کودتا په نتیجه کې قدرت په لاس کې واخیست او له ۲۰۰۱ څخه یې تر ۲۰۰۸م کاله پورې د پاکستان د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې ده.

د هغه په واکمنۍ کې د افغانستان د تېر حکومت چارواکو دی د افغان طالبانو په ملاتړ تورناوه، هغه تور چې اسلام اباد په وار- وار رد کړی دی.

پر امریکا د ۲۰۰۱م کال د سپټمر د یوولسمې حملې داسې وخت شوې وې چې مشرف په واک کې و.