پېښور کې د نا امنۍ او ترهګرۍ پر ضد زرګونه کسانو لاریون وکړ

پېښور کې د لاريون يو انځور

په دې لاریون کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو مشرانو، مدني فعالانو او عامو خلکو برخه واخیسته.

لاریون ته د وینا پر مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پېښور په پولیس لاینز کې برید وغانده او هغه یې پر پښتنو باندې یو برید وباله.

د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو سیمو نه پېښور ته راغلي خلک لومړی د پریس کلب مخې ته راټول شول او بیا یې د صوبايي اسمبلۍ تر ودانۍ پورې لاریون وکړ.

په خیبر پښتونخوا کې د امن د غوښتو لپاره دا مظاهرې په داسې حال کې کېږي چې د جنورۍ پر ۳۰مه د پېښور پر پولیس لاینز جومات په ځانمرګي برید کې د پاکستان د اطلاعاتو د وزیرې مریم اورنګزیب د خبرو په اساس د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲۴ تنو ته رسېدلی دی.

د بريد اکثره مړه او ټپيان پوليس وو او د ټولو ټپيانو شمېر تر دوو سوو زيات ښودل شوی دی.