د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له کندهار دوبۍ ته د الوتنو د پيل خبر ورکړ

د کندهاره هوايي ډګر

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبر ورکوي چې له کندهاره دوبۍ ته مخامخ الوتنې پيل شوې.

دغه وزارت شنبه ناوخته په خپل ټوېټر پاڼه خبر ورکړی چې، د کندهار له احمدشاه بابا هوایي ډګره د کام ایر شرکت لومړنۍ الوتنه دوبۍ ته وشوه.

سعودي عربستان ته هم له‌دې هوايي ډګره پروازونه روان دي.

طالب چارواکو هیله ښودلې چې وکولای شي له کندهاره – ډهلي او چین ته هم دوه اړخیز پروازونه پیل کړي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې لا هم افغانستان ته د نړیوالو الوتنو بهیر عادي شوی نه‌دی.