کابل کې يوې چاودنې دوه کسان ټپيان کړل

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولايت موقعيت

په کابل کې نن یوې چاودنې د طالبانو د امنیتي چارواکو په وینا دوه کسان ټپیان کړل.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالدځدراڼ په یوه بیان کې ویلي، پېښه د ماښام شاوخوا شپږ بجې پښتونستان واټ ته څېرمه په یو هایلکس موټر پسې د نښلول شوي مقناطیسي بم د چاودنې له کبله شوې ده.

د هغه په وینا دواړه ټپیان عام خلک او زخمونه یې برسېرن دي.

ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه چې، د پېښې په اړه د دوی پلټنې پیل شوې دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته که څه هم د بمي حملو په شمېر کې تر ډېره کموالی راغلی خو وړمه ورځ د پروان ولایت په سیدخېلو ولسوالۍ کې او نژدې دوه اوونۍ مخکې په کندهار ښار کې د طالبانو پر یوه موټر، بمي چاودنې خلکو او طالبانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.