د بلخ په چمتال کې د یوې کورنۍ ۷ تنه وژل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بلخ ولایت موقعیت

د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ اووه غړي په مرموز ډول وژل شوي.

په بلخ کې د طالبانو د امنیه قومانداني ویاند محمد اصف وزیري وایي چې، دا کسان په جرقلعه سیمه کې د نامعلومو کسانو له‌خوا وژل شوي او د پېښي علت هم نه‌دی معلوم.

د جرمني خبري اژانس د راپور له‌مخې د دې کورنۍ پنځه ماشومان د چړې په وسیله وژل شوي او د هغو د مور او پلار مړي په داسې حال کې موندل شوي چې په مرمۍ لګېدلي وو.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د د دولتي چارواکو او پخوانیو پوځیانو په ګډون د مرموزو وژنو او د کورني تشدد په ترڅ کې د کورنیو قتلونو ګڼ راپورونه ورکړل شوي.

په تېره جون میاشت کې په فراه کې یوه سړي د خپلې مېرمنې په ګډون د خپلې کورنۍ لس غړي ووژل.