امریکا، فرانسې، بریتانیا او جرمني پر ایران ګډ اعتراض وکړ

د ایران د بوشهر اټومي بټۍ

د امریکا متحد ایالتونو له فرانسې، بریتانیا او جرمني سره د جمعې په ورځ په یوه ګډ بیان کې پر ایران اعتراض وکړ چې د اټومي پروګرام په تړاو یې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې راپور ته بشپړ ځواب نه دی ورکړی.

د ملګرو ملتو د اټومي انرژۍ څارونکې ډلې تهران ته د فبروري په لومړۍ نېټې وروسته تر دې خبرداری ورکړ چې له وار له مخه خبرتیا مخکې د فوردو په اټومي مرکز کې په تجهیزاتو کې تغیرات راغلي چې تر شپېته فیصده پورې یورانیم غني کولای شي.

ایران ادعا وکړه چې نړیوالو څارونکو په تصادفي ډول رامنځته شویو بدلونونو ته نښې پرې ایښي، خو وروسته دا مسئله حل شوه.